سرچینه: د سرپل د ولایتي شورا پخوانی رییس طالبانو وژلی

5 قوس 1402 ساعت 9:24

سرپل ولایت کې سرچینې وايي، د دې ولایت د ولایتي شورا پخوانی رییس خلیل الله عزیزي د طالبانو له خوا په قصدي ډول وژل شوی دی.


سرپل ولایت کې سرچینې وايي، د دې ولایت د ولایتي شورا پخوانی رییس خلیل الله عزیزي د طالبانو له خوا په قصدي ډول وژل شوی دی.

ښاغلی عزیزي تېره ورځ د لیندۍ ۴ مه د سرپل مرکز ته پر لاره و، چې د وسله والو طالبانو د یوه موټرسایکل سواره له خوا ورسره ټکر وشو او مړ شو.

عزیز ته نږدې سرچینو ویلي، دا حادثه قصدي وه او هدف یې د هغه ژوند و.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، خليل الله عزيزي تېره اوونۍ د يوه طالب قوماندان له خوا د خپلې لور وړانديز رد کړى و.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166177

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166177/

جمهور
  https://www.jomhornews.com