ازادۍ جبهه: لغمان کې مو د طالبانو دوه استخباراتي غړي و وژل

6 قوس 1402 ساعت 10:24

د ازادۍ په نوم د طالبانو ضد جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو دوه غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.


د ازادۍ په نوم د طالبانو ضد جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو دوه غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې جبهې ځواکونو د لیندۍ په ۴ مه د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ د امنیت امر قاري همت په یوه کمین کې په نښه کړ.

په خبرکې ویل شوي، چې په دغه بریدکې د قاري همت دوه ساتونکي و وژل شول او نوموړی پخپله سخت ټپي شو.

ویل کیږي چې قاري همت په "کوما" حالت کې و او د درملنې لپاره کابل ته وړل شوی و.

د آزادۍ جبهې ټینګار کړی چې قاري همت د لغمان په دولتشاه ولسوالۍ کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژني او دسیسې طرحه کوونکی دی.

سرچینې زیاته کړې، د طالبانو دغه غړي شاوخوا دوه مياشتې مخکې له نيول کېدو وروسته دوه پخواني سرتېري په ډزو و وژل.

د ازادۍ جبهې په خبره، په دې عملیاتو کې د طالبانو دوه وړې وسلې د دغې جبهې د ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166226

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166226/

جمهور
  https://www.jomhornews.com