سره صلیب د افغانستان د نازک اقتصادي وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه

6 قوس 1402 ساعت 10:31

د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون وايي، د افغانستان اقتصادي وضعيت لا هم نازک دی.


د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون وايي، د افغانستان اقتصادي وضعيت لا هم نازک دی.

دغه فدراسیون تېره شپه د لیندۍ ۵ مه د ۲۰۲۳ کال د لومړیو شپږو میاشتو راپور خپور کړ ویلي یې دي، سره له دې چې د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د ملکي تلفاتو په کچه کې کموالی راغلی، خو د افغانانو اقتصادي وضعیت لا هم نازک دی.

په راپور کې پر دې هم ټینګار شوی چې د طالبانو د بندیزونو له امله د نړیوالو سازمانونو د مرستو رسولو بهیر هم له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.

راپور زیاتوي چې د طالبانو د رژیم له خوا لګول شوي محدودیتونو تر ټولو زیاتې ښځې اغیزمنې کړي دي.

دغه سازمان په خپل راپور کې د نړیوالو مرستندویه موسسو په حواله لیکلي چې په افغانستان کې ۲۸،۸ میلیونه وګړي چې د دغه هېواد د نفوس دوه پر درې برخه جوړوي، عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د راپور له مخې، "د افغانستان اقتصادي بحران پراخ دی، له نیمایي څخه زیاتې کورنۍ له اقتصادي ټکانونو سره مخ دي. د بیکارۍ لوړې کچې او د مهمو اجناسو د بیو انفلاسیون په اوسط ډول د کورنیو پورونه لوړ کړي دي."

په راپور کې راغلي چې دا مهال د هېواد تر ۸۵ سلنه ډېر وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

دغه نړیوال سازمان سږ کال په افغانستان کې د طبیعي پېښو تکرار، د اقلیم بدلون، اقتصادي بحران او امنیتي ګواښونه په تېره بیا د ښځو او نجونو لپاره د سترو ننګونو په توګه په ګوته کړي دي.

په راپور کې راغلي چې افغانستان د هغو ۱۵ هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیم د بدلون له اغېزو ډېر زیانمنونکي دي او په ورته وخت کې له دې سره د مقابلې لپاره تر ټولو لږ چمتووالی لري.

د سره صليب د نفوسو فدراسيون وايي، مرستندويه بنسټونه د بوديجې د کمښت له امله سږ کال کليوالو ته په سمه توګه روغتيايي خدمات نه شي رسولى او دا کار په خلکو کې د موسمي ناروغيو د زياتېدو لامل شوى دى.

د دغه راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په ټول هېواد کې د زړه د ناروغۍ (CHD) لږ تر لږه ۲۶ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په هرصورت، راپور زیاتوي چې د جنوري څخه تر جون پورې یې لږ تر لږه 2.5 ملیون افغانانو ته په بیلابیلو سکتورونو کې مرستې چمتو کړي دي.

خبرگزاری جمهور


د مطلب کود: 166228

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166228/

جمهور
  https://www.jomhornews.com