د امو سنید نفتي حوزه کې ۸ کړۍ نوي نفتي څاه ګانو د کیندل پرانسته وشوه

7 قوس 1402 ساعت 14:50

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د امو سیند نفتي حوزه کې د ۸ نویو نفتي څاه ګانو د کیندنو خبر ورکړی دی.


د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د امو سیند نفتي حوزه کې د ۸ نویو نفتي څاه ګانو د کیندنو خبر ورکړی دی.
 
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پروژه نن د لیندۍ ۷ مه د دغه وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور او د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برارد له خوا پرانستل شوه.

شهاب الدین دلاور ویلي، د دغه اته کړۍ نویو څاه ګانو په کیندنې سره به د فعالو څاه ګانو شمېر ۱۷ ته ورسېږي، چې د نفتو د استخراج کچه به یې د ورځې ۸۰۰ متر مکعبه ته لوړه شي.
 
نوموړي زیاته کړې، په نېږدې راتلونکې کې به ۱۰ نور نوي څاه ګانې هم وکیندل شي، چې د هغو په فعالېدو سره به د استخراج کچه نوره هم لوړه شي.
 
دلاور وايي، په دغه پروژه کې به له ۵۵۰ څخه زیات انجینران او کارمندان په مستقیم او ګڼ شمېر به په غیر مستقیم توګه په کار وګمارل شي.
 
ملا برادر د ځان بساینې برخه کې د نفتو استخراج یو مثبت ګام وباله او د سرپل اوسېدونکو ته یې د لا ډېرو ټولنیزو خدماتو وړاندې کولو باندې ټینګار وکړ.

 جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166267

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166267/

جمهور
  https://www.jomhornews.com