پاکستان کې بند پاتې ۳ زره کانتینره خوشی شول

7 قوس 1402 ساعت 14:55

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د کراچۍ له بندر څخه د افغان سوداګرو د ترانزیتي توکو د ۳ زره کانتینرونو د لېږد بهیر پیل شو.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د کراچۍ له بندر څخه د افغان سوداګرو د ترانزیتي توکو د ۳ زره کانتینرونو د لېږد بهیر پیل شو.
 
 دغه وزارت نن د لیندۍ ۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان، پاکستان او ازبکستان تر منځ په درې اړخیزو خبرو اترو کې یوه د بحث وړ موضوعاتو څخه د څه باندې درې زره کانټینرونو خوشې کول وو.

سرچینې زیاته کړې، دغه کانټینر په کراچۍ بندر کې  د پاکستان د نوې ترانزیتي تګلارې په پایله کې توقف شوي وو.

خو په وینا یې د دغه وزارت د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او د پاکستان د بهرنیو چارو او د سوداګرۍ د وزیرانو سره د مدوامداره خبرو اترو په پایله کې د ترانزیت په برخه کې د ۳ زره کانتینرونو مالونو د انتقال تفاهم ته ورسید.

د افغان سوداګرو سوداګریز توکې چې د نوي ترانزیتي تګلارې له امله د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۳ څخه تر نوامبر ۱۶ پورې درول شوي ‏وو، د ترانزیت اجازه ورکړل شوه.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 166269

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166269/

جمهور
  https://www.jomhornews.com