طالبانو بدخشان کې د حزب التحریر ۴۵ غړي نیولي

8 قوس 1402 ساعت 8:36

په بدخشان کې باخبره سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د حزب التحریر ۴۵ غړي د طالبانو له لوري نیول شوي دي.


په بدخشان کې باخبره سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د حزب التحریر ۴۵ غړي د طالبانو له لوري نیول شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کسان چې ټول ځوانان دي، په بدخشان کې د طالبانو د استخباراتو له خوا د ٢٠ او ٢٥ کسانو په دوو ډلو کې نيول شوي دي.

ويل کيږي چې په بدخشان کې د التحرير ګوند د غړو د نيولو لړۍ لا هم روانه ده.

په بدخشان کې طالب چارواکو د دغه ګوند غړي د داعش د ملاتړ او غړیتوب په تور نیولي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166284

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166284/

جمهور
  https://www.jomhornews.com