د هرات امنیتي غونډې پای:

نړیوال دې له طالبانو د تعامل څخه ډډه وکړي

8 قوس 1402 ساعت 8:43

د هرات یوولسمه امنیتي غونډه د تاجکستان په دوشنبه ښار کې له طالبانو سره د نړۍ د متقابل عمل پر مخنیوي په ټینګار سره پای ته ورسېده.


د هرات یوولسمه امنیتي غونډه د تاجکستان په دوشنبه ښار کې له طالبانو سره د نړۍ د متقابل عمل پر مخنیوي په ټینګار سره پای ته ورسېده.

د دغې دوه ورځنۍ غونډې ګډونوالو له طالبانو سره د نړۍ د تعامل پر وړاندې خبرداری ورکړ او د افغانستان په اړه یې د یوه واحد نړیوال لیدلوري پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

دغه غونډه د وږي په شپږمه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان، سیمې او نړۍ د لسګونو سیاسي فعالانو په ګډون پیل او د سه شنبې په ورځ پای ته ورسېده.

د دې غونډې ګډونوالو دا هم وویل، چې طالبان له نړۍ ستړي شوي دي.

دوی همداراز په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو، افغانانو ته د بشردوستانه مرستو پر څارنې او طالبانو ته د رسېدو پر مخنیوي، له ترهګرو ډلو سره پر مبارزې او د طالبانو پر جنسیتي توپیر ټینګار وکړ.

د يادونې وړ ده، چې دا دويم ځل دى، چې د هرات امنيتي غونډه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره کېږي.

تېر کال دا غونډه په تاجکستان کې شوې وه.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166289

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166289/

جمهور
  https://www.jomhornews.com