ازادي جبهه:

پلخمري کې مو په دوو بریدونو کې ۶ طالبان وژلي او ټپیان کړي دي

8 قوس 1402 ساعت 8:48

د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې یې د طالبانو پر پوستو د دوو جلا بریدونو په ترڅ کې ۶ وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.


د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې یې د طالبانو پر پوستو د دوو جلا بریدونو په ترڅ کې ۶ وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.

دغې جبهې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه دوه بريدونه تېره شپه د قوس په اوومه د پلخمري ښار په مربوطاتو کې د طالبانو د استخباراتو د ښاروالۍ د دفتر او د دغې ډلې پر يوې پوستې تر سره شوي دي.

د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په پلخمري کې د طالبانو د ښاري استخباراتو په دروازه کې په لومړي بريد کې درې طالبان ووژل شول او يو بل طالب ټپي شو.

خبرځاى زياته کړه چې د پلخمري په بندر کې د مزارشريف په بندر کې د وسله والو طالبانو په دويم بريد کې هم دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د ازادۍ جبهې په دې وروستیو کې د طالبانو پر ضد خپل بریدونه زیات کړي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166292

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166292/

جمهور
  https://www.jomhornews.com