طالبانو د پنجشیر پنځه اوسېدونکي په نیمروز کې نیولي

11 قوس 1402 ساعت 9:13

په نيمروز ولايت کې باخبره سرچينې وايي، طالبانو يو پخوانى سرتېرى او څلور نور د پنجشير اوسېدونکي هغه مهال ونيول چې له ايران څخه راستانه شول.


په نيمروز ولايت کې باخبره سرچينې وايي، طالبانو يو پخوانى سرتېرى او څلور نور د پنجشير اوسېدونکي هغه مهال ونيول چې له ايران څخه راستانه شول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پنځه کسان د پنجشنبې په ورځ د قوس په ٩مه، له ايران څخه د راستنېدو پر مهال په نيمروز ولايت کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونيول شول.

ويل کيږي چې دغه ټول کسان دپنجشير ولايت دعنبي ولسوالۍ اصلي اوسيدونکي دي .

سرچينې د دغو کسانو نومونه بسم الله، عبدالرحمن، محمد وسيم، ادريس او مسمير ښودلي دي.

په همدې حال کې بسم الله د تېر حکومت له سرتېرو څخه دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له تېرو دوو کلونو راهیسې د پنجشیر اوسېدونکي نیولي او شکنجه کوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166363

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166363/

جمهور
  https://www.jomhornews.com