د طالبانو ادعا: په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی

13 قوس 1402 ساعت 9:08

د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي نړۍ د علماوو له پلاوي سره په کتنه کې ویلي، په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه لرو.


د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي نړۍ د علماوو له پلاوي سره په کتنه کې ویلي، په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه لرو.

د طالبانو ارګ نن د لیندۍ ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې د نړۍ د علماوو د پلاوي ویلي، چې په نړیوالو مسایلو کې د اسلامي هېوادونو او ولسونو یووالی د اوسني وخت له اړتیاوو څخه دی.

دوی وویل چې اسلامي حکومتونه باید په دې مسله د پوهېدو له لارې د نړۍ د مسلمانانو د یووالي هڅې وکړي.

د طالبانو د ډلې اداري مرستیال ویلي، د دغې ډلې د مشر له خوا د عفوې په اعلان سره د زرګونو خلکو ژوند وژغورل شو او په هیواد کې د انتقام مخه ونیول شوه.

هغه ادعا وکړه چې په ټول افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګول، د اداري فساد له منځه وړل، د نشه یي توکو کښت، سوداګرۍ او قاچاق بندول، د معتادینو راټولول او درملنه، د سوالګرو راټولول او د اړو کسانو لپاره د ژوند زمینه برابرول، د سود منع کول او په ادارو کې د اصلاحاتو راوستل  د دې ډلې یو له اغیزمنو اقداماتو څخه دی چې د اسلامي نړۍ علماء یې باید د نړۍ او مسلمانانو غوږونو ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 166449

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166449/

جمهور
  https://www.jomhornews.com