اروپايي ټولنه: افغانستان کې لویان له فزیکي او رواني کمزورتیا سره ژوند کوي

13 قوس 1402 ساعت 10:03

د معلولیت د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوی وايي چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۸۰ سلنه لویان له فزیکي او ذهني کمزورتیا سره ژوند کوي.


د معلولیت د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوی وايي چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۸۰ سلنه لویان له فزیکي او ذهني کمزورتیا سره ژوند کوي.

دغې اتحادیې پرون د لیندۍ ۱۲مه یوه اعلامیه کې ویلي، له خپلو شریکانو سره په ګډه د افغانانو ملاتړ کوو او لومړنیو اړتیاوو ته د هغوی هر اړخیز او عادلانه لاسرسی تضمینوو.

له بلې خوا د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي، په لسګونو شخړو او یو شمیر روغتیايي بحرانونو د پام وړ شمیر افغانان له یو لړ فزیکي او رواني معلولیتونو سره مخ کړي دي.

دې سازمان ویلي چې معلولیت لرونکي خلک د ډیری ناروغیو د پراختیا له خطر سره مخ دي او په ورځني ژوند کې ډیر محدودیتونه تجربه کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان په ټولنه کې د معلولیت لرونکو وګړو پر بشپړ ګډون ټینګار کړی او له خپلو همکارو بنسټونو یې مننه کړې چې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره یې لومړنیو خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.

په همدې حال کې د ډسمبر دریمه د معلولیت لرونکو وګړو د حقونو، ننګونو او ستونزو د یادولو او د هغوی د وړتیاوو او لاسته راوړنو په اړه د پوهاوي د زیاتولو په موخه د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په نړۍ کې شاوخوا یو میلیارد کسان معلول دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166456

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166456/

جمهور
  https://www.jomhornews.com