جاپان له افغانستان سره ۵۸ میلیونه ډالره مرسته کوي

13 قوس 1402 ساعت 10:06

په کابل کې د جاپان سفارت وايي، د دغه هېواد حکومت له افغانستان سره ۵۸،۴ میلیونه ډالره مرسته کوي.


په کابل کې د جاپان سفارت وايي، د دغه هېواد حکومت له افغانستان سره ۵۸،۴ میلیونه ډالره مرسته کوي.

دغه سفارت نن د لیندۍ ۱۳ مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د دغو مرستو موخه په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د بشري مرستو او لومړنيو اړتياوو برابرول دي.

په اعلامیه کې راغلي، "موږ هیله لرو چې دا مرسته به له افغانانو سره مرسته وکړي چې خپل ژوند په عزت او پر ځان بسیا شي."

په پام کې ده چې د جاپان نوې مرسته د ملګرو ملتونو، نړیوالو سازمانونو او جاپاني غیر دولتي سازمانونو له لارې ورکړل شي.

د جاپان سفارت ویلي، له افغانستان سره د دغه هېواد د ۵۸،۴ میلیونو ډالرو مرستې سره د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه تر اوسه د دغه هېواد ټولې مرستې ۴۴۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلې دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166458

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166458/

جمهور
  https://www.jomhornews.com