درې امریکايي چارواکي د افغانستان پر مسئلې د خبرو لپاره پاکستان ته ځي

13 قوس 1402 ساعت 11:02

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په روانه اونۍ کې درې امریکايي چارواکي دغه هېواد ته ځي چې د افغان کډوالو پر وضعیت او له اسلام اباد سره د طالبانو پر اړیکو خبرې وکړي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په روانه اونۍ کې درې امریکايي چارواکي دغه هېواد ته ځي چې د افغان کډوالو پر وضعیت او له اسلام اباد سره د طالبانو پر اړیکو خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ نن دوشنبه د لیندۍ۱۳ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دا لیدنه له امریکا سره د افغانستان د وضعیت په ګډون په یو لړ پراخو مسایلو باندې د روانو خبرو یوه برخه ده.

همدارنګه د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د کډوالو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله جولیتا والش نویس به نن اسلام اباد ته سفر وکړي او له اړوندو چارواکو سره به د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړي.

د افغانستان په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى ټام ويسټ به د ډسمبر په اوومه اسلام اباد ته ولاړ شي او له هغه وروسته به د افغانستان په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله اليزابت هورسټ هم پاکستان ته ولاړ شي.

د دغه راپور پر بنسټ، د ټام ویسټ اجنډا به د افغانستان پر عمومي وضعیت او په ځانګړې توګه د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر اړیکو تمرکز وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان تر منځ د TTP د مسلې پر سر تاوتریخوالی زیات شوی دی.

پاکستان پر طالبانو تور پورې کوي چې د TTP په ملاتړ او په هغه هېواد کې د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره دغې ډلې ته پناه ورکوي. خو طالبان په پاکستان کې د ناامنۍ پېښې په دوی پورې تړلي نه ګڼي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166465

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166465/

جمهور
  https://www.jomhornews.com