ملا یعقوب: د فلسطین مسله د نړۍ د مسلمانانو ګډ درد دی

13 قوس 1402 ساعت 11:09

د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د اسلامي نړۍ د علماوو له پلاوي سره په کتنه ویلي، د فلسطین مسئله د نړۍ د مسلمانانو ګډ درد دی.


د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د اسلامي نړۍ د علماوو له پلاوي سره په کتنه ویلي، د فلسطین مسئله د نړۍ د مسلمانانو ګډ درد دی.

د طالبانو دفاع وزارت نن د لیندۍ ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې د دغه وزارت د سرپرست مولوي محمد یعقوب له قوله ویلي چې دوی اسلامي هېوادونو له همکارۍ او هر اړخیز ملاتړه مننه کوي. او له شک پرته، دا لیده کاته به د دولتونو او خلکو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي.

هغه په ​​غزه کې د اسرائیلو بمبارۍ وحشیانه وبللې او وې ويل هغه څه چې نن په فلسطين کې روان دي د نړۍ د ټولو مسلمانانو ګډ درد دی، لکه څنګه چې د طالبانو د امارت مجاهدينو د نړۍ د سترو قوتونو په مقابل کې فتحه وکړه. دغه راز به فلسطینیان په خپل ځواک سره، یقینا دا جګړه وګټي.

د دغه پلاوي په استازيتوب ډاکتر علي محمد قره دستګي په افغانستان کې د طالبانو بريا د هيلې او الهام سرچينه وبلله او ويې ويل چې په دغه هېواد کې د اسلامي نظام د حاکميت له امله د افغانستان خلک اوس په بشپړ امن کې ژوند کوي. 

طالبانو ویلي چې دغه پلاوي د دې ډلې د امارت د ښې حکومتولۍ له پروګرامونو ملاتړ کړی دی.

جمهورخبي آژانس
 


د مطلب کود: 166467

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166467/

جمهور
  https://www.jomhornews.com