پاکستاني رسنۍ:

افغان طالبانو د ټي ټي پي ډلې یو شمېر غړي نیولی

14 قوس 1402 ساعت 9:52

خراسان دایري پاکستاني رسنۍ خبر ورکړی چې د پاکستاني طالبانو د یوې ډلې غړي د افغان طالبانو له خوا نیول شوي دي.


خراسان دایري پاکستاني رسنۍ خبر ورکړی چې د پاکستاني طالبانو د یوې ډلې غړي د افغان طالبانو له خوا نیول شوي دي.

د دغې رسنۍ د راپور پر بنسټ، نیول شوي کسان د «لشکر ملا کند» غړي دي چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پاکستان د حکومت پر ضد فعال وو.

په دې راپور کې نور جزیات نه دي خپاره شوي.

د پاکستان حکومت په وار وار له افغان طالبانو غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان غړي ونیسي او دغه هېواد ته یې وسپاري.

خو؛ تر دې وړاندې افغان طالبانو د پاکستان د حکومت پر ضد د ټي ټي پي د غړو له خوا د افغانستان له خاورې هر ډول کار اخیستل رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 166483

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166483/

جمهور
  https://www.jomhornews.com