افغانستان کې د ایډز د څه باندې ۳۰۰۰ ناروغانو رسېدنه شوې ده

14 قوس 1402 ساعت 10:38

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په هېواد کې د ایډز د څه باندې ۳۰۰۰ ناروغانو ته رسېدنه شوې ده.


د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په هېواد کې د ایډز د څه باندې ۳۰۰۰ ناروغانو ته رسېدنه شوې ده.
 
دغه  وزارت  نن  د لیندۍ ۱۴ مه د ایډز ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ په دې شعار سره « د ښه روغتیا لپاره، خپل وینه د HIV لپاره معاینه کړۍ» لمانځلې ده.
 
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده ویلي، د ایډز د نړیوالې ورځې د نمانځلو موخه د عامه پوهاوي لوړول، روغتیايي خدمتونو ته د ایډز ناروغانو لاسرسی او په دې اړه د معلوماتو شریکول دي.
 
د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې د هېواد په سلو کې ۰.۱ وګړي په اېډز اخته دي او د ۲۰۲۲ کال تر پایه شاوخوا ۱۲ زره کسان پرې اخته شوي دي چې له ډلې یې ۳۴۹۲ تنه د عامې روغتیا په وزارت کې د ساري ناروغیو د کنټرول د پروګرام له لارې ثبت او تر څېړنې لاندې دي.
 
جمهورخبري آژانس

 
 


د مطلب کود: 166489

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166489/

جمهور
  https://www.jomhornews.com