د تاجکستان ولسمشر: کاسا زر پروژې چارې باید بېرته پیل شي

14 قوس 1402 ساعت 12:56

د تاجکستان ولسمشرامام رحمان وايي، اړتیا ده د برېښنا د لوړ ولتاژ لرونکې کاسا زر پروژې چارې بېرته پیل شي.


د تاجکستان ولسمشرامام رحمان وايي، اړتیا ده د برېښنا د لوړ ولتاژ لرونکې کاسا زر پروژې چارې بېرته پیل شي.
 
نوموړي دغه څرګندونې په دوبۍ کې د ملګروملتونو د اقلیم د بدلون د ۲۸ م کنفرانس په څنډه کې د نړیوال بانک له مشراجی بنګا سره په کتنه کې کړې دي.
 
ولسمشر رحمان ټینګار وکړ چې د دغې سترې پروژې چې د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا د انرژۍ مارکیټ له جنوبي آسیا سره نښلوي، کار یې باید له سره پیل شي.
 
د راپورله مخې، د دغې پروژې په عملي کیدو سره به له قرغزستان او تاجکستان څخه ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان او پاکستان ته لېږدول کېږي.
 
د آسیا پراختیایي بانک ترڅنګ نړیوال بانک چې په افغانستان کې د سترو پروژو له مهمو تمویلوونکو ګڼل کېږي، د تېرکال په دوبي کې اعلان وکړ چې افغانستان او پاکستان ته د کاسا ۱۰۰۰ په نوم د برېښنا غځولو د پروژې له تمویل څخه لاس اخلي.
 
جمهورخبري آژانس
 
 


د مطلب کود: 166498

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166498/

جمهور
  https://www.jomhornews.com