ایپیکس ۲ شرکت غواړي د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي

15 قوس 1402 ساعت 9:30

د یوه داخلي ایپیکس ۲ شرکت  رییس عتیق الله نوشېر وايي، دوی لېواله دي، چې د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي.


د یوه داخلي ایپیکس ۲ شرکت  رییس عتیق الله نوشېر وايي، دوی لېواله دي، چې د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن د لیندۍ ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي نوشېر دغه څرګندونې د یاد وزارت له سرپرست شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې کړې دي.

د ایپیکس ۲ شرکت رییس ویلي، افغانستان کې پر کانونو پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې او دوی لېواله دي، چې پر کانونو په ځانګړې توګه د سروزرو، سرپو، جست او مسو پر کانونو د پانګونې لپاره لېواله دي.

جمهورخبري آژانس

 
 


د مطلب کود: 166524

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166524/

جمهور
  https://www.jomhornews.com