له کندهار نه ۵۳ زره ټنه وچې مېوې بهر ته صادرې شوې دي

15 قوس 1402 ساعت 14:18

د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، له دغه ولایت څخه د میلیونونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې ده.


د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، له دغه ولایت څخه د میلیونونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې ده.

د یادوې خونې رییس عبدالباقي بینا نن د لیندۍ ۱۵ مه ویلي، د روان کال په تېرو ۸ میاشتو کې ۵۳ ټنه وچه مېوه له دغه ولایت څخه و نړیوالو بازارونو ته صادره شوې ده.
 
ښاغلي بینا زیاته کړې، چې د دومره اندازې وچې مېوې په صادرولو سره کابو ۱۸۱ میلیون ډالره عواید تر لاسه شوي دي.
 
دی وايي، دغه مېوې پاکستان، هند، چین، دبۍ، اروپايي او امریکايي هېوادونو ته صادرې شوې دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166561

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166561/

جمهور
  https://www.jomhornews.com