بامیانو کې دوه پرمختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

16 قوس 1402 ساعت 8:28

 سیمه ییز چارواکي وايي، بامیان ولایت کې د اوبو یو کانال او د یوه شوه ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.


 سیمه ییز چارواکي وايي، بامیان ولایت کې د اوبو یو کانال او د یوه شوه ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د بامیانو سیمه ییزه چارواکو ویلي، د فولادي درې کانال د بامیانو ښار شاوخوا کې یو زر او ۲۰۰ جرېبه کرنیزې ځمکې ته د خړوبولو اوبه برارې کړې.
 
دغه راز یو ښوونځی چې لس درسي خونې، لابرتوار، اداري برخې او د ولیبال یو لوبغالی لري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې په جوړېدو سره یې سلګونو زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شو.
 
چارواکو ویلي، پر دغه دوه پروژو ۲۸ میلیونه او ۵۸۰ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا ورکړل شوې دي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166572

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166572/

جمهور
  https://www.jomhornews.com