ملګري ملتونه:

افغانستان کې اوس هم ۳.۲۵ میلیونه خلک بې ځایه شوي دي

16 قوس 1402 ساعت 10:52

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، اوس هم په افغانستان کې ۳.۲۵ میلیونه کسان په کور دننه بې ځایه شوي دي.


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، اوس هم په افغانستان کې ۳.۲۵ میلیونه کسان په کور دننه بې ځایه شوي دي.

دغه سازمان پرون د لیندۍ ۱۵ مه په یوه راپور کې ویلي، ۵.۵۳ میلیونه نور افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، په افغانستان کې د خلکو اړتیاوې خورا زیاتې دي او د هرات له زلزلې او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو د بهیر له پیل څخه مخکې شاوخوا ۲۹،۲ میلیونه کسان عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

راپور زیاتوي، "دا اټکل مخکې له دې چې په هرات ولایت کې د اکټوبر په ۷، ۱۱ او ۱۵ د سختو زلزلو رامنځته شي رامنځته شو."

راپور کې راغلي چې د هرات زلزلې ۴۸ زره کورنۍ زیانمنې کړي او په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۵۷ زره ژوبل شوي کسان عاجلو ژمنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ څرګنده کړه چې په هرات کې د زلزلې له امله لس زره کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۲۰۴۳۰ نور کورونه په جزوي توګه ویجاړ شوي دي.

راپور کې زیاته شوې، د دې تر څنګ له پاکستان څخه د ۴۲۰ زره افغان کډوالو شړل په افغانستان کې بشري ناورین زیات کړی دی.

دغه سازمان هم د افغان راستنیدونکو د ادغام لپاره یو پلان اعلان کړی او وايي، دغه پلان په افغانستان کې د یاد سازمان د فعالیت یو له مهمو محورونو څخه دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 166592

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166592/

جمهور
  https://www.jomhornews.com