د طالبانو لخوا د کار د محدودیتونو دوام؛

طالبانو د ګڼو مسافر وړونکو بسونو د تګ راتګ مخه ونیوله

16 قوس 1402 ساعت 11:06

طالب ډلې د هېواد پر اتباعو د کار د محدودیتونو لګولو ته دوام ورکړ، دا ځل یې د یو شمېر مسافر وړونکو بسونو د تګ راتګ مخه ونیوله.


طالب ډلې د هېواد پر اتباعو د کار د محدودیتونو لګولو ته دوام ورکړ، دا ځل یې د یو شمېر مسافر وړونکو بسونو د تګ راتګ مخه ونیوله.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت نن پنجشنبه (اګست ۱۶) اعلان وکړ چې د کابل په ترمینل کې یې د ۱۱ مسافر وړونکو بسونو تګ راتګ بند کړی دی.

طالبانو ویلي، چې د ټرانسپورټ وزارت د تخنیکي خدمتونو او خوندیتوب ریاست د تخنیکي ستونزو د حل په موخه د کابل ښار په ترمینلونو کې د مسافرو د خوندیتوب او د مسافر وړونکو موټرو د معیاري کولو په موخه د ۴۵ بسونو تخنیکي حالت چک او کنټرول کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د هېواد د اتباعو پر کار، ښوونيزو او تحصيلي فعاليتونو جدي بنديزونه لګولي، چې هېڅ قانوني بنسټ نه لري.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 166595

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166595/

جمهور
  https://www.jomhornews.com