د نورستان په ځنګلونو کې اورلګېدنه د ۳۵ کیلومتره ځنګلونو له سوځولو وروسته کابو شو

21 جدی 1402 ساعت 10:16

د نورستان ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت د نورګرام په ځنګلونو کې له ۳۵ کیلومتره ځنګلونو سوځولو وروسته اور لګېدلی دی.


د نورستان ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت د نورګرام په ځنګلونو کې له ۳۵ کیلومتره ځنګلونو سوځولو وروسته اور لګېدلی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه اور د ځايي اوسېدونکو په همکارۍ له يوې ورځې او شپې وروسته د چهارشنبې په ورځ پاى ته ورسېد.

سرچينې زياته کړې، چې که څه هم د اور شدت کم شوى؛ خو اور په بشپړه توګه نه دی مړ شوی.

ویل کېږي چې په دې اور کې ۳۵ کیلومتره ځنګل سوځېدلی دی.

دا اورلګیدنه د سه شنبې په ورځ د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د اور لګېدنې لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 167696

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/167696/

جمهور
  https://www.jomhornews.com