طالبانو په بلخ کې یوه ځوانه ښځه په ډزو وژلې ده

18 دلو 1402 ساعت 9:16

په بلخ ولایت کې عامه سرچینې وايي چې طالب جنګیالیو د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه په ډزو وژلې ده.


په بلخ ولایت کې عامه سرچینې وايي چې طالب جنګیالیو د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه په ډزو وژلې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا پېښه د سلواغې ١٧مه د بلخ ولسوالۍ په "کل امبوى" سيمه کې رامنځته شوې او طالبانو د دې مېرمنې جسد د سړک پر غاړه وغورځاوه.

تر اوسه د دې پېښې انګېزه معلومه نه ده او ځايي وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو؛ په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ له دوو کلونو څخه په زیاته موده کې طالبانو په پرله پسې ډول مخالفین، د پخوانیو امنیتي ځواکونو غړي او د هغوی کورنۍ وژلي دي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 168559

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168559/

جمهور
  https://www.jomhornews.com