باختری: د افغانستان په اړه له نړیوالو غونډو څخه د ښځو وتل یو ډول تاوتریخوالی دی

18 دلو 1402 ساعت 9:23

په اتریش کې د افغانستان د مخکني حکومت سفیره منیژه باختري د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د طالبانو د تبعیضي کړنو پر وړاندې متحد شي.


په اتریش کې د افغانستان د مخکني حکومت سفیره منیژه باختري د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د طالبانو د تبعیضي کړنو پر وړاندې متحد شي.

دې له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې جبري ودونه او انساني قاچاق ډېر شوی دی.

هغه پر افغان ښځو د طالبانو له خوا پرله پسې زياتېدونکو محدوديتونو ته په اشارې سره وويل، دې کار د ښځو په مشرۍ کورنۍ له افغانستانه تېښتې ته اړې کړې او د مرستې په لټه کې دي.

باختري يادونه وکړه، "پنځه کاله وړاندې موږ په پارلمان او مدني ټولنو کې په سلګونو ښځې درلودې، خو اوس يوه ښځه هم نه شي کولاى، چې خپل حق وښيي."

په اتریش کې د افغانستان سفیره وايي، یو شمېر ښځې خپل منزل ته د لېږدولو پر مهال له جنسي ځورونې سره مخامخ شوې دي.

نوموړې همداراز ټینګار وکړ چې د افغانستان د راتلونکي په اړه له نړیوالو بحثونو څخه د ښځو ایستل هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه بڼه ده.

نوموړي له ملګرو ملتونو او د افغانستان په چارو کې له ښکېلو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان په اړه په نړیوالو غونډو کې د دغه هېواد ښځې هم شاملې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د هېوادونو د ځانګړيو استازو د تېرې غونډې په ګډون د افغانستان په اړه په ځینو نړیوالو غونډو کې ښځو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 168563

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168563/

جمهور
  https://www.jomhornews.com