په هرات کې د ډبرو سکرو د استخراج قرارداد وشو

18 دلو 1402 ساعت 11:02

په هرات ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې د یوه خصوصي شرکت له لوري یې د «د مسجد جوبي» ډپرو سکرو د کیندلو کار پیل کړی دی.


په هرات ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې د یوه خصوصي شرکت له لوري یې د «د مسجد جوبي» ډپرو سکرو د کیندلو کار پیل کړی دی.

د دوی په وینا، د کانونو د استخراج قرارداد نن چهارشنبه د سلواغې په ۱۸مه له یوه خصوصي شرکت سره په رسمي ډول لاسلیک شو.

طالبانو ویلي، چې په دغه کان کې د ډبرو سکرو هر ټن د ۲۲۰۰ افغانیو په بدل کې له یوه کورني او بهرني شرکت سره ځای پر ځای شوي دي.

د "د مسجد جوبي" ډبرو سکرو کان د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې موقعیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته د خپل حکومت د لګښتونو د تمویل لپاره د هېواد له بېلابېلو کانونو کار اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 168576

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168576/

جمهور
  https://www.jomhornews.com