متقي د اوزبکستان له سفیر سره وکتل

18 دلو 1402 ساعت 13:38

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقی په کابل کې د اوزبکستان له سفیر خواجه یادګار شادمانوف سره وکتل او افغان سوداګرو ته یې د ویزو د ورکړې د چټکتیا غوښتنه وکړه.


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقی په کابل کې د اوزبکستان له سفیر خواجه یادګار شادمانوف سره وکتل او افغان سوداګرو ته یې د ویزو د ورکړې د چټکتیا غوښتنه وکړه.

د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن چهارشنبه سلواغې ۱۸ مه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړ پوړي پلاوي د سفرونو، دوه اړخیزې سوداګرۍ او د راکړې ورکړې په اړه خبرې وکړې. د هوکړې له مخې افغانستان ته د وارداتي برېښنا په اړه خبرې وشوې.

متقي وويل، که افغان سوداګرو او موټر چلوونکو ته ژر تر ژره ويزې ورکړل شي، په دوه اړخيزه سوداګرۍ کې به لازم پرمختګ رامنځته شي او دواړه هېوادونه به ترې کافي ګټه پورته کړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 168588

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168588/

جمهور
  https://www.jomhornews.com