د طالبانو اداري مرستیال د استخباراتو د روغتون له متخصصینو سره وکتل

19 دلو 1402 ساعت 9:48

د طالبانو د ډلې اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د دغې ډلې د استخباراتو د روغتون له متخصصينو سره وکتل او خلکو ته يې د معياري روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه.


د طالبانو د ډلې اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د دغې ډلې د استخباراتو د روغتون له متخصصينو سره وکتل او خلکو ته يې د معياري روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د دغې ډلې د استخباراتو د روغتون مشر مولوي عبدالمالک مبشر له قوله ویلي، چې د دغې ډلې د فعالیتونو، او پروګرامونو په اړه یې معلومات ورکړل.

نوموړي زياته کړه، چې دغه روغتون په څانګو کې متخصص او تجربه لرونکي ډاکټران لري، چې بېلابېل روغتونونه د ورځې ٢٤ ساعته ناروغانو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي، خو دغه روغتون پرمختللو روغتيايي اسانتياوو او وسايلو ته اړتيا لري.

د طالبانو د ډلې اداري مرستیال وویل چې د دې ډلې امارت خلکو ته د باکیفیته روغتیایی خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او د امکان تر حده هڅه کوي چې خلک د متخصصو ډاکټرانو په ګمارلو، د پرمختللو طبي وسایلو او تجهیزاتو په برابرولو سره له باکیفیته روغتیایی خدمتونو څخه برخمن او په روغتونونو کې اصلاحات راوستل شي.

جمهوخبري آژانس
 


د مطلب کود: 168613

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168613/

جمهور
  https://www.jomhornews.com