د پنجشير څلور تنه اوسيدونکي د طالبانو له خوا ونيول شول

19 دلو 1402 ساعت 13:05

په پنجشېر کې عامه سرچينې وايي، چې د دغه ولايت څلور اوسېدونکي له "ازادۍ جبهې" سره د همکارۍ په تور د طالبانو له خوا نيول شوي دي.


په پنجشېر کې عامه سرچينې وايي، چې د دغه ولايت څلور اوسېدونکي له "ازادۍ جبهې" سره د همکارۍ په تور د طالبانو له خوا نيول شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کسان په تېرو څو ورځو کې د مرکز او عنابې او راغه ولسواليو په ګډون د پنجشير له بېلابېلو سيمو څخه نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دغو کسانو کې دوه تنه ثناالله او سيد انصار دي. خو د نورو دوو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کسان ټول عام کارګر او سوداګر وو.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له څه باندې دوو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې د مقاومت او ازادۍ جبهې د فعاليتونو له امله د پنجشېر اوسېدونکي نيولي، شکنجه کوي او حتی وژلي دي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 168625

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168625/

جمهور
  https://www.jomhornews.com