پاکستان له افغانستان او ایران سره خپلې ټولې لارې وتړلې

19 دلو 1402 ساعت 13:13

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د انتخاباتو د امنیت په خاطر به له افغانستان او ایران سره خپلې ټولې پولې وتړي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د انتخاباتو د امنیت په خاطر به له افغانستان او ایران سره خپلې ټولې پولې وتړي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه لارې به نن پنجشنبه د ډسمبر له ۱۹مې نېټې څخه د یوې ورځې لپاره تړلې وي.

د اعلامیې پر بنسټ، ټولې لارې د مسافرینو او بار وړونکو لپاره د یوې ورځې لپاره تړل شوي.

اعلامیه زیاتوي چې د روانې اونۍ د جمعې په ورځ به له ایران او افغانستان سره تګ راتګ عادي حالت ته راشي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په پاکستان کې ملي ټاکنې ترسره شوې.

تېره ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال له دوو چاودنو وروسته نږدې ۷۰ کسان ووژل شول او ټپیان شول.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 168629

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168629/

جمهور
  https://www.jomhornews.com