حامد کرزي د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره د دوحې د ناستې په اړه خبرې وکړې

19 دلو 1402 ساعت 13:52

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي مطبوعاتي دفتر وايي، ښاغلي کرزي د دوحې په غونډه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافیر رافیل لاودیچ سره خبرې وکړې.

دغه دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دې کتنه کې د دوحې د راتلونکې غونډې په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي همغږي کوونکي راپور او د امنيت شورا د ٢٧٢١ پريکړه ليک په اړه خبرې وشوې.

د اعلامیې پر بنسټ، حامد کرزي له افغانانو سره د اروپايي ټولنې د دوامداره حضور او مرستو په قدرونې سره هیله څرګنده کړه، چې د دوحې د ناستې پایلې به د افغانستان د راتلونکي لپاره مثبتې وي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې پخواني ولسمشر په هېواد کې د سولې او ثبات د تامین لپاره ملي تفاهم اړین ګڼلی دی.

په همدې حال کې د دوحې غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان د مسئلې په اړه د ښکېلو هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون جوړېږي.

جمهورخبري آژانس
 
د مطلب کود: 168641

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168641/

جمهور
  https://www.jomhornews.com