يو پخوانى سرتېرى وردګو د طالبانو له خوا ونيول شو

21 دلو 1402 ساعت 10:00

د میدان وردګو ولایت د خلکو سرچینې وايي، چې طالبانو د دغه ولایت په جلریز ولسوالۍ کې یو پخوانی سرتېری د سړک پر غاړه نیولی دی.


د میدان وردګو ولایت د خلکو سرچینې وايي، چې طالبانو د دغه ولایت په جلریز ولسوالۍ کې یو پخوانی سرتېری د سړک پر غاړه نیولی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پخوانى سرتېرى چې د دايکنډي ولايت اوسېدونکى دى، د پنجشنبې په ورځ د سلواغې په ١٩مه په جلريز ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري له يوه مسافر وړونکي موټر څخه ښکته شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې طالبانو هغه له ځانه سره وړى دى.

د دغه پخواني سرتيري نوم "رضا" دى او په تېر حکومت کې د دايکنډي په امنيه قوماندانۍ کې د پوليسو افسر و.

ویل کیږي چې نوموړی د طالبانو له خوا د افغانستان د واک تر نیولو وروسته په شخصي کارونو بوخت و.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې سلګونه پخواني افغان حکومتي ځواکونه نیولي، شکنجه کړي او حتی وژلي دي.

جمهور خبري آژانس
 


د مطلب کود: 168668

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168668/

جمهور
  https://www.jomhornews.com