د طالبانو د پوهنې وزیر د ایران د سفارت له مرستیال سره وکتل

21 دلو 1402 ساعت 10:33

د طالبانو د ډلې د ښوونې او روزنې سرپرست وزیر سید حبیب الله اغا په کابل کې د ایران  د سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي او د سفارت له فرهنګي سلاکار سید روح الله حسیني سره په کتنه کې د ایران  د همکارۍ غوښتنه وکړه. 


د طالبانو د ډلې د ښوونې او روزنې سرپرست وزیر سید حبیب الله اغا په کابل کې د ایران  د سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي او د سفارت له فرهنګي سلاکار سید روح الله حسیني سره په کتنه کې د ایران  د همکارۍ غوښتنه وکړه. 

د طالبانو د پوهنې وزارت نن سې شنبې (د سلواغې ۲۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي حبی،ب الله اغا د دواړو هېوادونو اسلامي، فرهنګي او ښه ګاونډیتوب ته په اشارې سره د دوست هېواد ایران د همکاریو قدرداني کوي.

حبیب الله اغا ایران  کې د میشتو افغان کډوالو د ماشومانو د زده کړو او تحصیلي ستونزو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان د پوهنې د بډاینې په برخه کې یې د ایران له څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د ایران سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د امارت او د پوهنې وزارت کارونه ښه بیان کړل او ویې ویل: سره له دې چې په افغانستان کې د جګړې له کلونو راهیسې پراته ستونزې پاتې دي. ټول ترسره شوي فعالیتونه د ستاینې وړ دي.

ښاغلي مرتضوي ژمنه وکړه چې د طالبانو د ډلې د ښوونې او روزنې د وزارت په مشرۍ د کارکوونکو او ښوونکو د ظرفیت د لوړولو لپاره د پروګرامونو د پیلولو په شمول د دغه وزارت د پروګرامونو په پیاوړتیا او تطبیق کې به همکاري وکړي.

په دې کتنه کې دواړو لورو پرېکړه وکړه چې د دواړو خواوو ترمنځ دې یوه ګډه کاري کمېټه جوړه شي، څو په هراړخیزه او موثره همغږي سره نورې همکارۍ هم وشي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 168674

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168674/

جمهور
  https://www.jomhornews.com