جاپان د افغانستان-تاجکستان د سرحدونو د مدیریت پروژه تمویلوي

21 دلو 1402 ساعت 12:04

په تاجکستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې استازي ویلي چې د جاپان حکومت د افغانستان او تاجکستان د پولو د مدیریت د پروژې تمویل کوي.


په تاجکستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې استازي ویلي چې د جاپان حکومت د افغانستان او تاجکستان د پولو د مدیریت د پروژې تمویل کوي.

دغې ادارې تېره شپه د دسمبر په ٢٠مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دغه پروژه به د جاپان د جايکا موسسې له لارې له افغانستان څخه تاجکستان ته د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي او د پولې په اوږدو کې د سوداګرۍ د اسانتيا په موخه تمويلېږي.

په اعلامیه کې راغلي چې د سرحدونو د مدیریت پروژه د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې پیل شوې او تر ۲۰۲۵ کال پورې به دوام وکړي.

خبرځاى زياته کړه چې ددغې پروژې له پيل څخه تراوسه دواړو لورو په "لنګر" کې نوې سرحدي پوستې جوړې کړې او په "خمروګي" او "شګون" کې يې پخوانۍ پوستې سمبالې کړې دي.

په همدې حال کې د تاجکستان حکومت په دې وروستیو کې خبر ورکړی چې له افغانستان څخه دغه هېواد ته د مخدره موادو قاچاق زیات شوی دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 168680

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168680/

جمهور
  https://www.jomhornews.com