ازادي جبهه: پروان کې مو ۷ طالبان وژلي او ټپيان کړي دي

23 دلو 1402 ساعت 10:15

د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، چې د دې جبهې ځواکونو په چاريکارو ښار کې په پوځي عملياتو کې د دغې ډلې د يوه مشر په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.


د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، چې د دې جبهې ځواکونو په چاريکارو ښار کې په پوځي عملياتو کې د دغې ډلې د يوه مشر په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.

دغه محاذ زياته کړه چې دغه بريد تير ماښام د سلواغې په ٢٢مه د پروان ولايت د مرکز چاريکارو ښار په دويمه امنيتي حوزه کې د طالبانو په يوه کمپ ترسره شو.

د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دغو بريدونوکې د دغې ډلې د يوه قوماندان په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.

دغه برید د یوه ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ترسره شو.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 168728

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168728/

جمهور
  https://www.jomhornews.com