سمنګانو کې يو سيمه ييز خبريال ونيول شو

23 دلو 1402 ساعت 10:18

په سمنګانو کې باخبره سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يو سيمه ييز خبريال د طالبانو له خوا نيول شوى دى.


په سمنګانو کې باخبره سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يو سيمه ييز خبريال د طالبانو له خوا نيول شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سيمه ييز خبريال سيف الله کريمي دى او په سمنګانو ولايت کې د پژواک خبري اژانس لپاره کار کوي.

ښاغلی کریمي د سې شنبې په ورځ د سلواغې په ۲۱ مه د سمنګان د والي له خوا تر احضارولو وروسته ونیول شو.

سرچینه زیاتوي، چې تر اوسه د سیف الله کریمي د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته په دغه هېواد کې د خبریالانو پر کار سخت بندیزونه ولګول او په دې موده کې یې لسګونه خبریالان د خبرونو د چمتو کولو په بهیر کې وهلي، وهلي، نیولي او زنداني کړي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 168730

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168730/

جمهور
  https://www.jomhornews.com