سرچینه: په تخار کې د طالبانو یو قوماندان ۳۰۰ جریبه ځمکه غصب کړې ده

23 دلو 1402 ساعت 10:25

په تخار ولایت کې ځینې باخبره سرچینې وايي چې د طالبانو ولسوال مولوي شمس الدین همایون د دغه ولایت د ینګي کلا ولسوالۍ شاوخوا ۳۰۰ جریبه څړځایونه غصب کړي دي.


په تخار ولایت کې ځینې باخبره سرچینې وايي چې د طالبانو ولسوال مولوي شمس الدین همایون د دغه ولایت د ینګي کلا ولسوالۍ شاوخوا ۳۰۰ جریبه څړځایونه غصب کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، مولوي همايون د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ دغه واښه او ځنګلي ځمکه غصب کړې او په کرنيزو ځمکو يې بدله کړې ده.

سرچينې زياته کړې، چې دغه طالب قوماندان د شاوخوا سل جريبه ځمکې په غلا هم تورن شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو قوماندانان د دولتي او شخصي ځمکو په غصب تورن شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 168734

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168734/

جمهور
  https://www.jomhornews.com