جرمني له خپلو اتباعو غوښتي چې له افغانستانه ووځي

23 دلو 1402 ساعت 10:35

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د چاودنو، وسله والو بریدونو او تښتونو د احتمال له امله د دغه هیواد له ټولو اتباعو غوښتي چې سمدستي له دغه هیواد څخه ووځي.


د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د چاودنو، وسله والو بریدونو او تښتونو د احتمال له امله د دغه هیواد له ټولو اتباعو غوښتي چې سمدستي له دغه هیواد څخه ووځي.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۲) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په کابل کې د المان سفارت او په مزارشریف کې د دې هېواد د نمایندګۍ دفتر د همدې خطرونو له امله تړل شوی دی.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د جرمني له اتباعو غوښتل شوي چې په عامه او ګڼه ګوڼه ځایونو کې له ځانه ساتنه وکړي او په مظاهرو او لویو غونډو کې ګډون ونه کړي.

د اعلامیې له مخې په افغانستان کې اوس هم امنیتي وضعیت ښه نه دی او له بشري حقونو د سرغړونو راپورونه ورکول کیږي او له بلې خوا طالب جنګیالي پر پخوانیو امنیتي ځواکونو بریدونو ته دوام ورکوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې په ټول افغانستان کې د افغانانو او د بهرنیو هېوادونو د اتباعو پر وړاندې وژنې، غلاوې او تښتونې پېښې شوې دي.

دغه وزارت ټینګار کړی چې جرمني اتباع هم تر دې مخکې د افغانستان له وضعیت څخه اغېزمن شوي دي.

په اعلامیه کې د افغانستان د اقلیم، ساري ناروغیو او په دغه هېواد کې د همجنسبازانو او ټرانسپورټ کسانو د موجودیت د خطر په اړه هم اندېښنه ښودل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې امریکا، بریتانیا او چین هم له خپلو اتباعو غوښتي وو چې د خراب امنیتي وضعیت له امله دې افغانستان ته سفر ونه کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 168740

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168740/

جمهور
  https://www.jomhornews.com