له ګوانتانامو زندانه دوه طالب بندیان خوشي شول

23 دلو 1402 ساعت 10:45

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند اعلان وکړ چې د دغې ډلې دوه تنه بندیان په ګوانتنامو کښې له ازادیدو وروسته کابل ته رسیدلی دی.


د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند اعلان وکړ چې د دغې ډلې دوه تنه بندیان په ګوانتنامو کښې له ازادیدو وروسته کابل ته رسیدلی دی.

د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن دوشنبه (د سلواغې ۲۳ مه) وویل چې ملا عبدالظاهر صابر د لوګر ولایت اوسېدونکی او عبدالکریم چې د خوست ولایت اوسېدونکی دی، چې دواړه انتقال شوي دي. په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ میلادي کلونو کې له ګوانتانامو زندان څخه په عمان کې تر خوشې کېدو وروسته تر څارنې لاندې وو او د همدې ډلې د هڅو په پایله کې بېرته هېواد ته راستانه شول.

جمهورخبي آزانس
 


د مطلب کود: 168746

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168746/

جمهور
  https://www.jomhornews.com