په فارياب کې يوه ځوانه نجلۍ دخپل پلار له خوا ووژل شوه

24 دلو 1402 ساعت 8:47

په تخار ولایت کې د خلکو سرچینې وايي چې د دغه ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې یوه ځوانه نجلۍ د خپل پلار له خوا وژل شوې ده.


په تخار ولایت کې د خلکو سرچینې وايي چې د دغه ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې یوه ځوانه نجلۍ د خپل پلار له خوا وژل شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د دوشنبې په ورځ د سلواغې په ٢٣مه د فارياب د بلچراغ ولسوالۍ په "تغلمست" کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې دغه نجلۍ لومړى د پلار له خوا وهل شوې او بيا په دار ځړول شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه نجلۍ د خپل پلار له خوا د نامشروع اړيکو په تور وژل شوې ده.

سرچينې دغه نجلۍ د "اريه" په نوم ياده کړې او ويلي يې دي، چې واده شوې ده.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 168766

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168766/

جمهور
  https://www.jomhornews.com