سمنګانو کې د طالبانو له خوا نيول شوى خبريال خوشې شو

24 دلو 1402 ساعت 8:50

په سمنګانو کې سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د طالبانو له خوا د والي په توګه نيول شوى خبريال سيف الله کريمي خوشې شوى دى.


په سمنګانو کې سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د طالبانو له خوا د والي په توګه نيول شوى خبريال سيف الله کريمي خوشې شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ښاغلى کريمي چې تېره شنبه د سمنګان ولايت د والي دفتر ته له احضارولو وروسته نيول شوى و، پرون (دوشنبې، د سلواغې ٢٣مه) بېرته خوشې شو.

ښاغلي کریمي ته نږدې سرچینې وايي، نوموړی په سمنګان کې د طالبانو د والي په شخصي کور کې نیول شوی دی.

له دې سره سره د خبریالانو د دفاع بنسټونه د طالبانو د والي له خوا د دغه خبریال نیول یو خپلسري عمل بولي.

سیف الله کریمي د سمنګان ولایت څخه د پژواک خبري اژانس لپاره کار کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته په دغه هېواد کې د خبریالانو پر کار سخت بندیزونه ولګول او په دې موده کې یې لسګونه خبریالان د خبرونو د چمتو کولو په بهیر کې وهلي، وهلي، نیولي او زنداني کړي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 168768

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168768/

جمهور
  https://www.jomhornews.com