تخار کې د ګاز نیونې امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي

24 دلو 1402 ساعت 9:05

د تخار د ولایتي روغتون ډاکټران وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د ګاز نیونې له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي.


د تخار د ولایتي روغتون ډاکټران وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د ګاز نیونې له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه دوشنبې د سلواغې ٢٣مه د تخار ولايت مرکز ته څېرمه د چشمه شير په سيمه کې رامنځته شوې ده.

ډاکټرانو ویلي، چې د دې پېښې په قربانیانو کې درې نارینه، دوه ماشومان او یوه ښځه شامل دي.

ویل کېږي چې په دې پېښه کې یو بل کس هم مسموم شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په روان ژمي کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ګاز ډبې پېښې ثبت شوې دي.

د تودوخې وسایلو غیر معیاري کارول د ورته پیښو لامل کیږي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 168776

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168776/

جمهور
  https://www.jomhornews.com