امریکا: د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره مو هېڅ هڅه نه ده کړې

24 دلو 1402 ساعت 12:16

د امریکا د ملي امنیت شورا د مخابراتو مشر جان کربي وايي، دغه هېواد هڅه نه کوي چې طالبان په رسمیت وپېژني.


د امریکا د ملي امنیت شورا د مخابراتو مشر جان کربي وايي، دغه هېواد هڅه نه کوي چې طالبان په رسمیت وپېژني.

ښاغلي کربي دوشنبې د سلواغې ۲۳ مه په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان په اړه د دوحې له غونډې څخه د امریکا د هیلو په اړه وویل چې «د امریکا حکومت د طالبانو د عادي کولو یا په رسمیت پېژندلو کومه هڅه نه ده کړې.

هغه زیاته کړه چې امریکا څو ځلې ویلي؛ که طالبان غواړي چې د مشروع واکمنانو په توګه وګڼل شي، باید خپلې ټولې ژمنې پوره کړي.»

د هغه په ​​وينا، دغې ډلې تر اوسه په خپله کومه ژمنه نه ده پوره کړې او له همدې امله د طالبانو په اړه د واشنګټن په پاليسۍ کې کوم بدلون نه دى راغلى.

دا په داسې حال کې ده، چې د دوحې غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په مسله کې د ښکېلو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړېږي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 168799

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168799/

جمهور
  https://www.jomhornews.com