پاکستان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو ملاتړ وکړ

30 دلو 1402 ساعت 12:23

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې دغه هېواد د افغانستان په اړه د دوحې په غونډه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو ملاتړ کوي.


د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې دغه هېواد د افغانستان په اړه د دوحې په غونډه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو ملاتړ کوي.

دې ورځپاڼې تېره شپه د سلواغې ۲۹مه د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې پاکستان دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې د افغانستان په اړه د دوحې دویمه غونډه روانه ده.

تر دې مخکې پاکستان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکل کېدو اندېښنه ښودلې وه.

خو یوې نامعلومې سرچینې ایکسپریس ټریبیون ته ویلي چې پاکستان اوس د ملګرو ملتونو د استازي د ټاکلو د وړاندیز ملاتړ کوي.

د دوی په وینا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی باید مسلمان، تجربه کار ډیپلومات او د سیمې اوسیدونکی وي.

باید و ویل شي، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف درانی د یوه پاکستاني پلاوي په مشرۍ د دوحې په غونډه کې ګډون کړی دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 169045

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169045/

جمهور
  https://www.jomhornews.com