د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي، ښځې باید په افغانستان کې د ژوند په ټولو برخو کې ونډه ولري.
ښاغلي ګوتریش همدا راز نن سه شنبه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې د افغان ښځو او نجونو د زده کړې او کارموندنې په اړه د طالبانو ټول ظالمانه بندیزونه باید لغوه شي.
هغه ټینګار وکړ چې ښځې او نجونې باید وکولای شي چې د ټولګي له څوکیو څخه نیولې تر تصمیم نیولو پورې د افغانانو د ژوند په ټولو برخو کې په پوره او معنی توګه برخه واخلي.
په همدې حال کې ښاغلي ګوتریش پرون ماښام په خپل خبري کنفرانس کې د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې په اړه وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو وضعیت مخ په خرابېدو دی.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو په دې وروستيو کې پر زده کړو، مطالعې، کار او تګ راتګ د بنديزونو سربېره د حجاب د نه اغوستلو په تور د ښځو او نجونو ډله ييز نيول پيل کړي دي.
جمهورخبري آژانس