نیکولسن: د دوحې په غونډه کې له افغانانو سره کلکې ژمنې وې

2 حوت 1402 ساعت 15:18

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن وايي، د دوحې په غونډه کې له افغانانو سره کلکې ژمنې وې.


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن وايي، د دوحې په غونډه کې له افغانانو سره کلکې ژمنې وې.

ښاغلي نکلس نن چهارشنبه د حوت د میاشتې په دویمه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د دوحې په غونډه کې د یوه سوله ییز افغانستان او داسې افغانستان لپاره چې د هېوادوالو سیاسي حقونو ته په کې درناوۍ کېږي، پر تعامل او ملاتړ هم ټینګار وشو.

هغه زیاته کړه، د اروپايي ټولنې او د هغو هېوادونو د استازو په ګډون چې اکثريت یې مسلمان دی، د دغې غونډې ډېرو ګډونوالو د ښځو او نجونو لپاره کار او زده کړو ته د لاسرسي په برخه کې د افغانانو غوښتنې تکرار کړې دي.

د هغه په ​​وينا، د دوحې د غونډې يو شمېر ګډونوال په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعاليتونو له پراخېدو اندېښمن دي؛ خو ځينو بيا له نشه يي توکو سره د مبارزې، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې او له داعش سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د لاسته راوړنو ستاينه کړې ده.

باید وویل شي، چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه په دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه د دوشنبې په ماښام پای ته ورسېده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دې غونډې د پایلو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې ټولو ګډونوالو په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو، بشري حقونو ته د درناوي او له ترهګرۍ سره پر مبارزې هوکړه وکړه.

نوموړي دا هم ویلي، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په موخه به له طالبانو او د افغانستان د مدني ټولنې له غړو سره پراخې مشورې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 169168

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169168/

جمهور
  https://www.jomhornews.com