حنفي: ښايي په رسنيو کې د ښځو کار په بشپړ ډول منع شي

10 حوت 1402 ساعت 10:40

د طالبانو د امر بالمعروف سرپرست محمد خالد حنفي خبرداری ورکړی، چې ښايي په رسنیو کې د ښځو کار په بشپړ ډول منع شي.


د طالبانو د امر بالمعروف سرپرست محمد خالد حنفي خبرداری ورکړی، چې ښايي په رسنیو کې د ښځو کار په بشپړ ډول منع شي.

حنفي د چهارشنبې په ورځ د کب ۹ مه په کابل کې د رسنیو له استازو سره په خبرو کې وویل، که ښځې په ټلویزیونونو او ویډیويي مرکو کې د راڅرګندېدو پر مهال خپل مخونه پټ نه کړي، نو امکان شته چې د دغې ډلې مشر به په رسنیو کې د ښځو پر کار کولو بشپړ بندیز ولګوي. 

هغه د رسنيو له استازو څخه وغوښتل چې د ښځينه خبريالانو د حجاب او له ښځو سره د ويډيويي مرکو په اړه وړانديزونو ته پاملرنه وکړي.

له بلې خوا د باد وزارت وياند عبدالغفار فاروق د هغو ښځو د عکسونو په ښودلو سره چې تورې جامې او حجاب يې اغوستي وو، يوازې دوه سترګې يې ليدل کيدې د رسنیو له استازو څخه هیله وکړه چې دا د حجاب ماډل په پام کې ونیسئ او تعقیب یې کړئ.

هغه رسنیو ته سپارښتنه وکړه، چې له هغو افغان مېرمنو سره چې مخونه یې ښکاره وي او یا یې ماسکونه نه وي له مرکو ډډه وکړي.

له دې سره سره د افغان خبریالانو مرکز د طالبانو پر دې خبرداري اندېښنه ښودلې ده.

دغه مرکز زياته کړه، چې اوس هم په هېواد کې د رسنيو ښځينه کارکوونکي له سختو بنديزونو سره مخ دي.

دغه مرکز له طالبانو وغوښتل چې دغه بنديزونه لغوه کړي او خبريالانو او رسنيو ته اجازه ورکړي چې د دولتي رسنيو له قانون سره سم خپل حقوق ولري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان تر واک لاندې راوستو وروسته ښځو ته په مشروط ډول په رسنیو کې د ماسک اغوستلو اجازه ورکړه.

په رسنیو کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د دې لامل شوي چې ډیری یې خپلې دندې پریږدي.

خبرگزاری جمهور
 


د مطلب کود: 169461

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169461/

جمهور
  https://www.jomhornews.com