هلمند کې ترافیکي پېښه تر ۳۰ زیات مسافر مړه او ژوبل شول

27 حوت 1402 ساعت 10:46

د کندهار- هلمند پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله ٣٢ مسافر مړه او ټپيان شول.


د کندهار- هلمند پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله ٣٢ مسافر مړه او ټپيان شول.

دولتي سرچينې وايي، چې دا پېښه نن سهار د کب په ٢٧مه، د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه مهال رامنځته شوه، چې يو ٥٨٠ ډوله مسافر وړونکى موټر د تېلو له ټانکر او موټرسايکل سره ټکر وکړ.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ٢١ کسان وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.

ویل کیږي چې په دې پیښه کې ۵۸۰ ډوله موټر اور اخیستی او ګڼ شمیر سپرلۍ یې سوځیدلي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د مرګ ژوبلې د زياتېدو احتمال شته.

که څه هم د دې پېښې لامل څرګند نه دی؛ خو په هېواد کې د ورته پېښو د رامنځته کېدو لاملونه د ترافيکي پېښو او زيانونو او د سړکونو تنګوالي بلل شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170093

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170093/

جمهور
  https://www.jomhornews.com