بدخشان کې ترافيکي پېښه د څلورو طالبانو په ګډون ۸ تنه ووژل شول

4 حمل 1403 ساعت 10:10

د بدخشان په شغنان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې د ۴ وسله والو طالبانو په ګډون ۸ تنه وژل شوي دي.


د بدخشان په شغنان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې د ۴ وسله والو طالبانو په ګډون ۸ تنه وژل شوي دي.

دا پېښه د جمعې په ورځ د هملند د درېيمې نېټې په مازديګر د بدخشان ولايت د شغنان ولسوالۍ د "درمخت" په کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې يو فلانکوچ ډوله موټر په وادۍ کې ولوېد.

دغه فلانکوچ له شغنان څخه د بدخشان مرکز ته روان و.

په دې پيښه کې يو بل مسافر ټپي شوى دى.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170286

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170286/

جمهور
  https://www.jomhornews.com