طالبان: د ظاهرشاهي کانال د اوبو د ویش دروازه مو ترمیم کړه

12 حمل 1403 ساعت 7:58

د طالبانو ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت اعلان کړی چې دغې ډلې په کندهار ولایت کې د ظاهرشاهي کانال د اوبو د ویش دروازه ترمیم کړې ده.


د طالبانو ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت اعلان کړی چې دغې ډلې په کندهار ولایت کې د ظاهرشاهي کانال د اوبو د ویش دروازه ترمیم کړې ده.

د طالبانو تر ولکې لاندې دغه وزارت نن یکشنبې د وري ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د سمندري فرعي حوزې چارواکو د کندهار ولایت د ظاهرشاهي کانال د اوبو د وېش دروازه ترمیم او نصب کړې ده. د کندهار ولایت د ظاهر شاهي کانال د اوبو د ښه تنظیم او کنټرول په موخه نوې دروازه جوړه شوه او هم یې ساتنه وکړه.

طالب ډلې ویلي، چې دغه کانال د کندهار ښار او د دې ولایت د یو شمېر ولسوالیو د اوبو په رسولو کې مهم رول لري او د زرګونو جریبه کرنیزو ځمکو د خړوبولو ظرفیت لري.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170573

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170573/

جمهور
  https://www.jomhornews.com